د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د «مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون» د پرانیستې پر مهال ويلي، دا مهال د هېواد په کچه شاوخوا ۴۰۰ مخابراتي سایټونه فعال دي او د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ښاغلي حنفي په حواله ټینګار کړی چې د اداري چارو برېښنايي کول د بروکراسۍ په کمولو، خلکو ته د دولتي خدمتونو په چټک او اسانه وړاندې کولو او د کاغذي اسنادو د کارونې په راکمولو کې مهم رول لري.
د رياستالوزرا اداري مرستيال زیاته کړې، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتي خدمتونو پراختیا د دې زمینه برابروي چې خلک دولتي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی ومومي او اداري بهیرونه لا اغېزمن شي.

