ډېر لوستل شوي

په پاکستان او ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو په حل خبرې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له مرستيال رووف مازو او مل پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر وضعيت، د کډوالۍ پر دايمي حل‌لارو، د ښارګوټو په برابرولو او دغه راز د افغان کډوالو د شته ستونزو په اړه له پاکستان او ايران سره د څو اړخيزو ناستو او ګډو همکاريو په تړاو خبرې شوې دي.

په ياده ناسته کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مرستيال له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اېستل د کډوالۍ د نړيوالو اصول خلاف عمل بللی او دغه راز يې زياته کړې، چې افغان کډوالو سره هر راز همکاريو ته چمتو دي.

اړوند خبرونه