ډېر لوستل شوي

د کندهار له زندانه شاوخوا ۳۰ تنه ازاد شوي

د کندهار مقام د رسنیو دفتر ویلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړې مهربانۍ او لورینې له مخې ددې ولایت له مرکزي زندانه ۳۱ تنه ازاد شوي.
د مسوولینو له قوله، ورته وخت کې د همدې زندان ۱۳۸ نورو بندیانو ته د بند موده راټیټه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په لورینې د هېواد له بېلابېلو ولایتي زندانونو د روژو، کوچني او لوی اخترونو او نورو ورځو په پار هم سلګونه تنه ازاد شوي وو.

اړوند خبرونه