د سټنډرډ ملي اداره وايي، چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټيټ کيفيته ودانيزو توکو د ننوتلو مخه نيول شوې ده.
د يادې ادارې د خبر له مخې، د روان کال د سلواغې په مياشت کې د هېواد د ۷ بندرونو له لارې ۵ زره ۳۷۱ محمولې ودانيز توکي، چې وزن يې (٢٠٣٨٨٦.٦٣٧) ټنه کېږي تثبيت او کيفيت شوي دي.
په دې لړ کې ۵۱ زره ۵۱۲ متراژه په وزن پيويسي، کاشي او ايزوګام هم تثبيت او کيفيت شوي دي.
ياده دې شي، چې دغه توکي د هېواد له فراه ۷۸ ميل، هرات، حيراتان، آقينه، غلامخان، تورخم او نيمروز بندرونو له لارې کيفيت شوي دي.

