ډېر لوستل شوي

غزه د صهیونیستي اور په لمبو کې

غزه کې د افغانستان پر وخت سهار وختي یو ځل بیا صهیونېست رژیم اور راښکته کړی. دې غاصب رژیم په ډېر قساوت شاوخوا ۴۰۰ فلسطینیان چې په خواږه خوب ویده و؛ دارالقبا ته راهي کړل. په غزه کې یو ځل بیا اورونه بل شوي، خو دا اورونه د نغري او تناره نه دي چې طعام پرې پوخ شي؛ بلکې دا اورونه د انسان غوښې وریتوي. غاصب رژیم نه یوازې په یوه ورځ یې شاوخوا ۴۰۰ فلسطینیان شهیدان کړل؛ بلکې د اوربند دوام ته یې (نه) وویل او له سره یې خپل فرعونیت پیل کړ. ښکېلاکګر رژیم په دې بریدونو کې کوچنیان، عمرخوړلي سړي او مېرمنې په نښه کړي دي. له دې ورهاخوا ددې رژیم عسکرو بیا ځلې د غزه مېشتو د تخلیې امر کړی دی.

غاصب رژیم ټولټال ۱۰۰۰ بې ګناه فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې چې ډېری یې د رفح، خان یونس او دیارالبلاح اوسېدونکي دي.

دا د صهیونېست رژیم لومړی او وروستی ګوزار نه دی، بلکې دې رژیم آن د اوربند په شپو ورځو کې هم ړندې بمبارۍ روانې ساتلې وې. د صهیونېست رژیم او حماس جهادي غورځنګ ترمنځ اوربند د جنوري پر ۱۹ مه پیل او بېګاه د مارچ پر ۱۷مه پای ته ورسېد. تمه وه، چې دا اوربند دویم پړاو ته داخل شي، خو غاصب رژیم انکار وکړ او بیا یې د فلسطینیانو په وینو لاسونه سره کړل. په ټپیانو کې ډېری یې درملو او روغتونونو ته د نه‌لاسرسي په سبب هم شهیدان شوي دي. له نننۍ برید سره د فلسطیني شهیدانو شمېر شاوخوا ۵۰ زرو ته لوړ شو.

ددې رژیم عسکرو  په بېلابېلو ښارونو کې د فلسطینیانو د ژر تر ژره وتنې امر کړی دی.  دې عسکرو همدارنګه د رفح بندر هم تړلی او پر مرستو بار لارۍ یې درولي او مرستندویان یې ربړولي دي.

د ننني وحشت سلا له سپینې ماڼۍ اخیستل شوې. واشنګټن منلې چې د صهیونېست رژیم سره په بمباریو او ټولوژنو کې مرسته کوي.

تاریخ د نړۍ د ټولوژنې تر ټولو ترخې شېبې ثبتوي، اسلامي نړۍ په خوب ویده ده او د وحشیانو خولې د فلسطینیانو په وینو سرې دي. په دې کچه انساني فاجعه چې په غزه کې د صهیونېست رژیم عسکرو رامنځته کړه، د نړۍ په هېڅ بشري جګړه کې نه وه پېښه شوې. د مصر په مشرۍ عربي هېوادونو میاشت وړاندې د غزې د بیارغونې طرحه جوړه کړې وه، چې دا غوره خبره ده؛ خو تر هغې بهتره دا ده چې د اشغالګر رژیم بریدونه ودرول شي. دا کار ناشونی نه دی. یوازې د مسلمانانو یووالی او یو غږ د غزې د برخلیک سکه پر بله اړولی شي؛ خو آیا دا کار به وشي او آیا د مسلمه امت مشران له هغې ورځې نه ډاریږي چې فلسطیني ماشومان به یې ګرېوان ته لاس اچوي؟

اړوند خبرونه