له نشهيي توکو سره د کابل امنيه قومانداني د مبارزې مديريت تېره ورځ د الکولي مشروباتو يوه کارخونه له منځه وړې ده.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د کابل امنيه قومانداني د مبارزي مدير مولوي عبدالباري محمدي په حواله ويلي، چې د لسمې حوزې په اړوند سيمه کې د الکولي مشرباتو د توليد په برخه کې کارېدونکي توکي نيولي دي.
د ښاغلي محمدي په وينا، چې امنيتي ځواکونو په دې تړاو د درېيو ښځو په ګډون شپږ کسان نيولي دي.
دا په داسې مهال ده، چې له نشهيي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې مديريت تر دې وړاندې هم په مرکز سربېره يو شمېر ولايتونو کې د نشهيي توکو د توليد کارخونې له منځه وړې دي.

