ډېر لوستل شوي

غزې ته به د یو غير دولتي بنسټ د مرستو روڼ بهیر پيل شي

د غزې تړانګې ولس ته به ډېر ژر یو غير دولتي بنسټ د بشري مرستو د رسولو لپاره خپله طرحه اعلان کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، د یاد بنسټ له لوري به د مرستو دا بهیر په شفافه توګه تنظیم شي او تمرکز به یې يوازې ملکيانو ته د مرستو په رسولو وي. دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د صهيونېست رژيم له لوري د غزې دوې میاشتې کلابندۍ، د سیمې اوسېدونکي له سخت بشري کړکېچ سره مخ کړي وو، او د اړینو توکو کمښت یې رامنځته کړی دی.

اړوند خبرونه