ډېر لوستل شوي

د لوګر کانکور ازموینه بریالۍ، شفافه او د امن په فضاء کې پای ته ورسېده

د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې مسوولين وايي، چې د ازموينو ملي ادارې سره په همغږۍ د روان لمريز کال کانکور ازموينه د تېرو درېيو ورځو په لړ کې بريالۍ، شفافه او د امن په فضا کې پای ته ورسېده.

د لوړو زده‌کړو مؤسسې رييس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم وایي، په دې ازموینه کې د ۱۴۰۳ کال دولسم ټولګي، د تېرو کلونو متفرقه او د دیني مدرسو (خامسه او عالیه دورې) تر ۲ زره ۴۵۲ فارغانو ګډون کړی وو.

د ویلو ده، چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو لړۍ په لومړی پړاو کې د هېواد ۱۱ ولايتونه (پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني) شامل وو.

اړوند خبرونه