ډېر لوستل شوي

م.م: يو شمېر نړیوال شرکتونه د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائيلي جنایتونو همکار دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې یو شمېر نړیوال شرکتونه د صهيونيست رژيم له پوځ سره تخنیکي، مالي او لوژستیکي همکاري کوي، چې دا چاره د فلسطینیانو پر وړاندې له ياد رژيم سره په تاوتریخوالي، زورزیاتي او په نسل وژنه کې مرسته کوي.
د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، په دې شرکتونو کې؛ Elbit Systems، HP، Caterpillar، Motorola Solutions، Airbnb، CAF، RE/MAX، Expedia Group، او Booking com شامل دي.
ملګري ملتونه وايي، یاد شرکتونه باید د بشري حقونو نړیوال اصولو ته ژمن پاتې شي او داسې هر ډول ښکېلتیا چې د خلکو له زورېدنې سره مرسته کوي، باید ژر تر ژره ودرول شي.
په راپور کې ټينګار شوی چې د اشغال دوام، د فلسطیني وګړو شتمنیو ویجاړول او جبري کډوالۍ ته هڅول له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او اړوند شرکتونه باید د قانون پر بنسټ ځواب ووايي.

اړوند خبرونه