د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې «بي پي ټي ال» بنګلهدېشي شرکت په افغانستان کې له ۱۰۰ – ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د یاد وزارت اېکسپاڼه لیکل شوي چې د دغه بنګلهدېشي شرکت رییس «محمد اسحاق ابوالخیر» د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې د جلب او جذب له رییس، مولوي رحمتولي رحماني سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې دې له ۱۰۰ – ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژو د پانګونې لپاره له دوی سره همکاري وشي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه د پانګونې د جلب او جذب رییس د لمریزې برېښنا انرژي د تولید پروژو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي، او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې د مولوي رحمتولي رحماني له قوله ویل شوي چې ټول پانګوال باید له دغه فرصت څخه په ګټېاخیستنې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.