ډېر لوستل شوي

صهيونيست رژيم د یمن درې بندرونه او یوه د برېښنا کارخونه بمبار کړې

د صهيونيست رژيم پوځ د یمن په درېیو مهمو بندرونو او یوې برېښنا تولیدوونکې کارخونې هوايي بریدونه کړي دي.
رويټرز د ياد رژيم پوځ د معلوماتو له مخې ويلي، بریدونه د الحدیده، راس عیسی او الصلیف پر بندرونو شوي او دغه راز د راس قنطب پر برېښنا کارخونې هم بمبار شوی دی.
د دې بریدونو د ځاني او مالي زيانونو په تړاو لا هم کره جزئیات نه‌دي ورکړل شوي؛ خو سیمه‌ییزو سرچینو د ملکي زیانونو احتمال تایید کړی دی.


اړوند خبرونه