ډېر لوستل شوي

ترکیه کې د مذاکراتو تازه پرمختګ؛ کابل اسلام اباد ته مسوده سپارلې

اميد راډيو ته باوري سرچينې ويلي، په ترکيې کې د افغانستان مذاکراتي ټيم تېره شپه پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده سپارلې ده.

د سرچينې په خبره، په دې مسوده کې ټينګار شوی چې پاکستان بايد د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه‌کړي او هېڅ ګروپ او يا مخالف ته اجازه ورنه‌کړي څو د افغانستان پر وړاندې وکارول شي.

دغه راز، افغانستان لوري د اوربند د هوکړې د څارنې لپاره د یو څلور اړخيزه ميکانيزم د جوړېدو چمتووالی هم څرګند کړی، چې د سرغړونو د ارزونې او معلوماتو د تبادلې لپاره به کار کوي.

د منځګړو له لوري دا مسوده پاکستاني لوري ته سپارل شوې او سهار وختي د هغوی له لوري دويمه مسوده هم وړاندې شوې ده.

ټاکل شوې ده چې نن غرمه، دواړه لوري د منځګړو په شتون کې یو ځل بیا سره ناسته وکړي ترڅو د مذاکراتو پایلې ته ورسېږي.

اړوند خبرونه