ډېر لوستل شوي

د ترکيې مذاکرات بې‌پايلې شول؛ “پوره پړه د پاکستان په بې‌مهاره چلند او  شاتګ باندې ده “

په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي مذاکرات بې‌له کومې عملي پایلې پای ته رسېدلي دي.

د اميد راډيو د باوري سرچینو په وینا، دغه خبرې اترې چې د قطر او ترکیې په منځګړتوب ترسره شوې، د دواړو هېوادونو د امنیتي او سیاسي اندېښنو د حل په موخه پیل شوې وې، خو د اختلافونو او د پاکستاني لوري د چلند له امله بې‌ پايلې پاتې شوې.

سرچینې وايي، د مذاکراتو پر مهال د پاکستان پلاوي بې‌مهاره او کله ناکله د سپکاوي ډک چلند کړی، چې نه یوازې د افغان پلاوي، بلکې د منځګړو هېوادونو استازي یې هم حیران کړي دي. د سرچینې په وینا، د پاکستاني پلاوي مشر د خبرو پر مهال توندې لهجې او ناسمې څرګندونې کارولې، چې د ناستې فضا یې ګډوډه کړې او د خبرو پر روان بهیر یې منفي اغېزه کړې ده.

د مذاکراتو اصلي موضوعات د وسله‌والو ډلو کنټرول، بریدونو لپاره د دواړو لوريو د خاورې نه‌کارونه او د تېرو هوايي تیریو په اړه د تضمین غوښتنه وه، خو پاکستانی لوري شاتګ کړی دی.

افغان پلاوي د پاکستان له لوري د هغو غوښتنو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی چې د «تحریک طالبان پاکستان» د غړو د کنټرول او را بللو غوښتنه یې کړې وه. د افغان پلاوي د څرګندونو له مخې، دغه غوښتنه غیرمنطقي بللې او زياته کړې يې ده، چې یاد کسان د پاکستان اتباع دي، نه د افغانستان، او د هغوی د را بللو یا کنټرول مسئله د افغان دولت له صلاحیته وتلې ده.

سرچینې زیاتوي، د پاکستان پلاوي د خبرو پر مهال دا هم څرګنده کړې چې که د پاکستان دننه د «ټي ټي پي» لخوا بریدونه وشي، نو هغوی به یې غچ له افغانستانه اخلي. افغان لوري ورته په ځواب کې ویلي، د پاکستان دننه امنیتي پېښې د هغه هېواد د پوځ او امنیتي ارګانونو دنده ده، افغانستان یوازې دا تضمین ورکوي چې له خپلې خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې بریدونه نه کېږي.

په مقابل کې افغان پلاوي له پاکستانه غوښتي چې باید د افغانستان د هوایي حریم درناوی وکړي، د امریکایي ډرون الوتکو ته د پاکستان له فضا څخه د بريدونو اجازه ور نه کړي، او دا تضمین هم ورکړي چې د داعش ډلې یا ورته ډلو ته به د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د بریدونو اجازه نه ورکوي.

خو د مذاکراتو په وروستیو کې، سرچینې وایي چې پاکستان لومړني ژمنې منلې وې، خو وروسته یې د بهرنیو اړیکو د اغېزو له امله له خپلو وعدو شاته شوې او ویلي یې دي چې نه شي کولی د امریکایي ډرون فعالیتونه بند کړي او نه هم د داعش په څېر ډلو بشپړ کنټرول تضمین کړي.

د منځګړو هېوادونو استازو د پاکستاني پلاوي د چلند او د ژمنې له نه‌پالنې ناخوښي ښودلې، خو د افغان پلاوي له مسوولانه چلند، متانت او د خبرو له اصولي دریځه یې ستاینه کړې ده.

دغه بې‌پایلې مذاکرات داسې مهال ترسره کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت، هوایي تیریو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په تړاو ترینګلتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي.

اړوند خبرونه