ډېر لوستل شوي

“د ملي دفاع وزارت اړوند تشکیلاتو کې ځینې ټاکنې وشوې”

د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د ملي دفاع وزارت اړوند تشکیلاتو کې د سرپل مخکنی والي، مولوي محمد ظریف مظفر د ۲۰۵ البدر قول اردو د قوماندان په توګه او د پنجشېر فوق العاده لواء مخکنی مرستیال، ملا عتیق ﷲ حبیب د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.  

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لومړۍ سرحدي لواء مخکنی قوماندان، مولوي عبدالرحمن عمر یاسر د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رییس ارکان په توګه ټاکل شوی او همداراز د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکنی رییس ارکان، قاري محمد شفیق وثیق د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو رییس ګومارل شوی دی.  

ښاغلي مجاهد همداراز لیکلي چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د کلیو د پراختیا مخکنی معین، ملا نثار احمد نصرت د ۲۱۷ عمري قول اردو رییس شو او د ۲۱۵ العزم قول اردو اوومې سرحدي لواء مخکنی قوماندان، ملا بسم ﷲ فرهادي د یادې قول اردو د رییس ارکان په توګه ټاکل شوی دی. 

د خبرپاڼې له مخې چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو دوهمې پیاده لواء مخکنی قوماندان، ملا محب ﷲ حکمت د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لومړۍ سرحدي لواء د قوماندان په توګه او د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی مرستیال، سید عبدالجبار اغا د ۳۱۳ مرکزي قول اردو لومړۍ پیاده لواء قوماندان ګومارل شوی دی. 

“د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پیاده لواء مخکنی قوماندان، ملا عبدالشکور بریالی د ۲۱۵ العزم قول اردو اوومې سرحدي لواء د قوماندان په توګه او د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو مخکنی رییس، ملا محمد نعیم معتمد د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پیاده لواء د قوماندان په توګه ټاګل شوی دی.”

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد دا هم لیکلي چې د کاپیسا ولایت مخکنی امنیه قوماندان، حاجي محمد عثمان ایوبي د ۲۱۷ عمري قول اردو لومړۍ پیاده لواء د قوماندان په توګه او د پنجشېر فوق العاده لواء دریم کنډک مخکنی قوماندان، ملا بسم ﷲ کرامت د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې سرحدي لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې سرحدي لواء مخکنی قوماندان، مولوي محمد آصف ذاکر د همدې قول اردو لومړۍ پیاده لواء قوماندان شو او همداراز د ۲۰۳ منصوري قول اردو لومړۍ پیاده لواء مخکنی قوماندان‎، قاري عبدالباقي حسن د ۲۰۹ الفتح قول اردو دوهمې پیاده لواء د قومندان په توګه ګومارل شوی دی.

د سرچینې په وینا چې د ۲۱۵ العزم قول اردو مخکنی رییس ارکان، ملا نصیب ﷲ زبیر د دفاع وزارت د خدماتو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

اړوند خبرونه