ډېر لوستل شوي

د کرنې وزارت مرستیال تهران کې د اوبو لګولو د نوې ټيکنالوژۍ نندارتون کې ګډون کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د تهران په ښار کې د اوبو لګولو د نوې ټيکنالوژۍ او تجهیزاتو په نندارتون کې ګډون کړی دی.

ياد وزارت وايي، دا نندارتون د اوبو لګولو پر نوې او عصري ټيکنالوژۍ، پرمختللو تجهیزاتو او د اوبو د سپما پر معیاري او عصري سیستمونو متمرکز و، چې موخه یې د کرنیزو سرچینو اغېزمن مدیریت او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی بلل کېږي. ويل‌کېږي، په دې نندارتون کې د ګډون له لارې د اوبو لګولو د عصري میتودونو، تجربو او ټيکنالوژیو له نږدې ارزونه شوې، تر څو د هېواد د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د اوبو د اغېزمن استعمال په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.

اړوند خبرونه