ډېر لوستل شوي

ډاکټر ملا عبدالواسع:افغانستان د ځان‌بسياینې پر لور روان دی

د رياست‌الوزرا د مقام د دفتر عمومي رييس ډاکټر ملا عبدالواسع وايي، چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې د جګړو او بېلابېلو بحرانونو له امله په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې درانه زيانونه ليدلې دي.

د اميد راډيو خبريال هېواد ته د افغان مډال راوړونکو ورزشکارانو د ستاينې په غونډه کې د ښاغلي عبدالواسع په حواله ويلي، افغانستان په تېره کمه موده کې په بېلابېلو سياسي، اقتصادي، صنعت او سوداګرۍ برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ډاکټر عبدالواسع له افغان سوداګرو، صنعتکارانو او هېوادوالو غوښتي، چې د افغانستان د ځان‌بسياینې لپاره جدي هڅې وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې په بهير کې فعاله ونډه واخلي.

د رياست‌الوزرا د مقام عمومي رييس زياته کړې، اسلامي امارت توانېدلی، چې له سيمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي، چې دا چاره د هېواد د ثبات، اقتصادي پرمختګ او نړېوال تعامل لپاره مهمه بلل کېږي.

اړوند خبرونه