ډېر لوستل شوي

د آريانا افغان هوايي شرکت د کمېټې مهمه ناسته؛ نوې الوتکې پېرل کېږي

د آريانا افغان هوايي شرکت د الوتکو پېرلو کمېټې د شرکت رييس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د تخنیکي، عملياتي او سوداګريزو برخو د پیاوړتیا په موخه مهمه ناسته ترسره کړې ده.

ياد شرکت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې له اماراتي او ترکي شرکتونو سره د نويو الوتکو د پېرلو په تړاو آنلاین غونډې شوې او د پېرلو پر شرایطو، تخنیکي ارزونو، مالي وړاندیزونو او نړیوالو معیارونو د رعایت په اړه بحث شوی دی.

د مسوولينو په وينا، پرېکړه شوې چې راټول شوي معلومات به د اړوندو دولتي ادارو له کمېټې سره شریک شي. په خبرپاڼه کې راغلي، د نويو الوتکو پېرل به د شرکت عملیاتي ظرفیت لوړ کړي، د الوتنو منظموالی به ښه کړي او مسافرو ته به خوندي او باکیفیته خدمتونه برابر کړي.

اړوند خبرونه