ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د یاد کمېسیون له لوري د ۱۰٫۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې، دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۲۲ پروژې منظورې او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې همداراز د څلورو پروژو په اړه ټاکلشویو کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په منظورشویو او تعدیلشویو پروژو کې د قوشتیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان،
د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
د یادولو ده چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

