د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستاني رژيم ترمنځ د وروستیو نښتو په غبرګون کې اندېښنه ښودلې او د کابل او اسلاماباد ترمنځ یې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
ياد وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې تېرو دوو شپو او ورځو نښتو ته په اشارې ویلي، چې دواړه لوري باید خپلې شخړې یوازې د سولهییزو لارو، سیاسي خبرو او ډیپلوماټیک تعامل له لارې حل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “له دواړو لوريو غوښتنه کوو چې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي، زغم او حوصله غوره کړي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې کړکېچ لا زیاتولی شي.”
په اعلامیه کې همداراز د هېوادونو ترمنځ د «ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او متقابل درناوي» پر اصولو ټینګار شوی دی. بلخوا، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد پرون په یوه خبري ناسته کې د افغانستان د دفاعي دریځ په ټینګار سره ویلي، چې افغان ځواکونه د خپل هېواد او خلکو له دفاع څخه لاس نه اخلي، خو چمتو دی چې اختلافات د خبرو له لارې هم حل کړي.

