ډېر لوستل شوي

افغان کډوالو ته نږدې ۷زره استوګنيزې نمرې وېشل شوې دي

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې دایمي مېشتېدنې کمېټې تر دې دمه په نهه ولایتونو کې پر راستنو شويو کډوالو کورنیو ۶۶۴۴ استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپلو سره ويلي، په کندهار کې ۲۱۵۸، ننګرهار کې ۱۲۰۳، لغمان کې ۸۴۵، کندز کې ۱۱۵۹، کونړ کې ۵۰۶، بامیان کې ۱۱۴، بلخ کې ۴۸۴، سمنګان کې ۱۰۰ او په میدان وردګ کې ۷۵ نمرې وېشل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ډاډ ورکړی، چې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو وېش به لا هم دوام ولري او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې نويو ښارګوټو کې د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، کلینیکونو او نورو اړینو عامه تاسیساتو جوړول هم پر مخ وړل کېږي، څو راستنې شوې کورنۍ په مناسب چاپېریال کې باعزته او با ثباته ژوند وکړي.

اړوند خبرونه