د کابل لایت مقام خبر ورکړی چې د کوچني اختر د رارسېدو په موخه د کابل والي «ملا امین الله عبيد» د ۱۴ ولسوالیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې ښاغلي عبید ولسوالي د نظام لومړۍ دروازه بللې او له مسوولینو یې غوښتي چې د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او همداراز د ادارو ترمنځ همغږۍ رامنځته کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د کابل والي همداراز ولسوالانو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره ښې اړیکې ولري، د زدهکړو په برخه کې جدي ګامونه واخلي، او د علماوو له مشورو څخه ګټه واخلي.
د کابل ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې همداراز د یاد ولایت په ولسوالیو کې د نویو کلیو د ایجاد، ثبت، راجستر او تثبیت، د ټرانسپورټ ستونزو، د کانونو د ثبت او قراردادونو د څارنې، په ولسوالیو کې د ثبت احوال نفوس د بهیر، او همدارنګه د اوبو رسونې او څاهګانو د وضعیت په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.

