ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د سختو ورښتونو له امله ۱۳ تنه شهیدان او ۱۹ ټپیان شوي

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست خبر ورکړی، چې تېرې شپې د سختو اورښتونو له امله په ياد ولایت کې ۱۳ تنه شهیدان او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

د ياد رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون په وينا، د ورښتونو له امله ځینې کورونه هم زیانمن شوي، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د بېړنيو مرستو او ژغورنې په همکاريو بوخت دي.

دا په داسې مهال ده، چې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ د سالنګونو په ګډون پرته له فراه او نيمروز، په ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی و.

اړوند خبرونه