ډېر لوستل شوي

بادغیس کې د نبوت دعوه کوونکی نیول شوی

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو کس چې د نبوت دعوه یې کړې وه، نیول شوی دی.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیف‌السلام خیبر وايي، په نوموړې سيمه کې د غياث‌الدين په نوم يوه کس د الهام ادعا کړې وه، چې له مخې ورته ځانګړې برخه ټاکل شوې ده.
ښاغلي خيبر زياته کړې، محتسبينو د نوموړي د رواني او عصبي وضعيت ابتدايه ارزونې شوې، چې له مخې يې نوموړی له رواني پلوه سالم ښودل شوی دی.
د وزارت په وينا، یاد کس به د لا نورو قانوني اقداماتو لپاره شرعي محکمې ته وسپارل شي، څو په اړه یې پرېکړه وشي.

اړوند خبرونه