د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ يو پلاي رسيې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د کرنې وزارت له تخنيکي او اداري بنسټونو سره ګډه ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د وروستیو تخنیکي لیدنو او ارزونو پایلې څېړل شوې او د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر مهمو برخو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼي له مخې، په خبرو کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم، د کیفیت د کنټرول او معیاري سیسټمونو د پیاوړتیا، د نباتي او حیواني قرنطین د ښه والي، او د تخنیکي زدهکړو او ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
همداراز، د روسیې د کرنې وزارت او اړوندو ادارو له لوري د عملي همکاریو د پراختيا پر اړتیا هم بحث شوی دی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت زياته کړې، په دې ناسته کې دغه راز هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ پراخې، ګډې پروژې پیل، او د شويو هوکړو د تطبیق بهیر د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له لارې تعقیب شي.

