ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر او «دیمیتري ژیرنوف» کتنه؛ روسیې ته د افغان پلاوي د راتلونکي سفر په اړه خبرې شوې 

کابل کې د روسیې سفیر «دیمیتري ژیرنوف» د اسلامي امارت عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي سره کتلي او دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.  

د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا او د سرطاني او زړه ناروغیو په برخه کې د افغان متخصصینو د روزلو او ظرفیت لوړولو په اړه نظرونه تبادله شوي دي. 

سرچینې لیکلي چې ښاغلي جلالي او «ژیرنوف» همداراز د تجربو شریکولو په موخه روسیې ته د افغان پلاوي د سفر زمینې برابرولو او له روسیې څخه افغانستان ته په مناسبه بیه د باکیفته درملو وارېدولو او د درملو تولید برخه کې د روسي پانګوالو په اړه هم خبرې شوې دي.  د عامې روغتیا وزیر د روسیې سفیر ته ویلي چې افغانستان او روسیه ښې اړیکې لري او دا اړیکې د روغتیا په سیستم مستقیم مثبت اغېز کوي.

اړوند خبرونه