ډېر لوستل شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس درېیو هېوادونو ته سفر کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې اوزبيکستان، هند او قرغزستان ته ځي.

ياده خونه وايي، ښاغلي هاشمي به د دې سفرونو پر مهال د تاشکند د پانګونې په پنځم فورم، په هند کې د «بهارت بیلډکان» نړیوال نندارتون، د افغانستان او قرغزستان د خصوصي سکټور په سوداګریز فورم او همداراز د شانګهای په نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړي.

ویل شوي، د دې سفرونو موخه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې جلب، د سیمې له هېوادونو سره د خصوصي سکټور د اړیکو پیاوړتیا او افغان سوداګرو ته د نویو فرصتونو رامنځته کول دي.

ټاکل شوې، سید کریم هاشمي د یادو پروګرامونو ترڅنګ د اوزبيکستان، هند او قرغزستان له دولتي چارواکو، د سوداګرۍ خونو له مشرانو، پانګوالو او سوداګرو سره هم لیدنې وکړي، څو د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړل شي.

اړوند خبرونه