ډېر لوستل شوي

د ا.ا مشرتابه: باید راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، غوره تاریخ او اخلاق پرېږدو

د ا.ا مشرتابه ویلي، د اسلامي نظام استحکام د دین په زده‌کړه کېږي دا چې هره دوره تېرېدونکې ده بايد هڅه شي چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح، غوره تاریخ او اخلاق پرېښودل شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله  فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د ا.ا د رهبرۍ په مشرۍ د وزیرانو شوری غونډه په کندهار کې ترسره شوه.

د ا.ا مشرتابه ویلي: خلکو ته دین ور زده کړئ، ټول پر تقوی ودریږئ، له بد اخلاقۍ او ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، خپلو منځونو کې امربالمعروف او نهي عن‌المنکر کوئ، د ا.ا فرمانونه ښه مطالعه کوئ، په عملي کولو او تر خلکو پورې د رسولو په برخه کې پوره کوښښ وکړئ.

هغه زیاته کړې، د ا.ا ټول چارواکي دې د خپل ځان او خپلو کارونکو مراقبت وکړي، خپلو اړونده  کسانو ديني زده‌کړې ورکړي، د هېواد هرې نقطې ته یې ورسوي ځکه په دې سره اسلامي نظام مستحکم کیږي.

د ا.ا مشرتابه ویلي: “رسول الله ص خلکو ته دین په عمل سره بیاناوه، موږ هم باید دوی ته په عمل باندې دین وښیو، نن خلک زموږ په عمل باندې عمل کوي نو نېکبخته سړی هغه دی چې نور پرې نېکبخته شي.” د وزیرانو شورا په غونډه کې د هېواد د تعلیمي، اقتصادي او سیاسي چارو د لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر لازم تصمیمونه هم نیول شوي او د پخوانیو پرېکړو د پلي کېدو بهیر ارزول شوی دی.

اړوند خبرونه