په چین کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي د «چین ـ جنوبي اسیا لسم نندارتون» په څنډه کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي.
بېجنګ کې د افغانستان سفارت ويلي، ښاغلي کریمي په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو فعال حضور ستايلی او ډاډ یې ورکړی چې سفارت به د سوداګریزو فعالیتونو او همکاریو په برخه کې خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
افغان سفير همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر دايمي هڅو ټینګار کړی دی. په ورته مهال، افغان سوداګرو د سفارت له همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

