چین د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) له غړو هېوادونو غوښتي چې په اوسني نړیوال وضعیت کې د ثبات، رغنده همکاریو او ګډ پرمختګ لپاره لا اغېزناک رول ولوبوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګيي په بېجینګ کې د شانګهای همکاریو سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ويلي، دا سازمان باید د سولې، پراختیا او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاریو په پراختیا کې د بېلګې حیثیت خپل کړي.
وانګيي د ګډ، هر اړخیز او دوامداره امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې د سیمې هېوادونه باید د منځني ختیځ د سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ، د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا له بهیر څخه هم ملاتړ وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د شانګهای همکاریو سازمان کولای شي د سیمهییزو ننګونو د حل او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لا مهم رول ترسره کړي.

