ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د بشري مرستو او د یوناما د فعالیتونو په اړه خبرې شوې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې او په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې له مسوولې روزمیري ډیکارلو سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو او همکاریو ستاینه کړې او هغه یې د مرستو د پر وخت او اغېزمن رسېدو لپاره مهمه بللې ده.

همداراز، د ملګرو ملتونو مرستیالې سرمنشي د یوناما اړوند وروستي پرمختګونه شریک کړي او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د همکاریو د پراختيا پر دوام ټینګار هم کړی دی.

اړوند خبرونه