ډېر لوستل شوي

“افغانستان کې د کوکنارو کښت تر ټولو ټیټې کچې ته راکم شوی”

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې د همغږۍ رييس مفتي عبدالحق مطیع وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د شمېرو له مخې، د پام وړ راکمه شوې او تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د اميد راډيو خبريال په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له لوري د «ځوانانو د نشه‌يي توکو پر لور د تمایل او د مخنیوي لارې» جوړ شوي سیمینار کې د ښاغلي مطيع په حواله ويلي، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې ۳۲۷ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه، خو د UNODC د وروستیو شمېرو له مخې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ زره او ۸۰۰ هکټارو او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټارو ته راټیټه شوې ده. نوموړي دا کمښت د حکومت د هغو اقداماتو پایله بللې چې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه