د ټولګټو وزارت وایي چې د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک د پنځم لاټ اساسي رغونې چارې د ۱ میلیارد ۴۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې چې د ۱۲ متره پلنوالی په لرلو سره ۷ متره اسفالتي برخه او د سړک دواړو غاړو ته ۲٫۵ متره شولډر لري.
سرچینې لیکلي چې د دې سړک په اوږدو کې د ۶۰، ۹۰ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالي درې لوی پلونه، ۶۸ پایې پلګوټي، ۲۷۰ متره استنادي دېوالونه، ۱۶۲۰ متره د سړک غاړې ویالې او د سړک دواړو خواوو ته کانکریټي پلي لارې هم جوړېږي. ټولګټو وزارت لیکلي چې د قیصار – لامان حلقوي سړک د افغانستان د حلقوي لویې لارې مهمه او بنسټیزه برخه شمیرل کیږي چې د هېواد شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د لوېدیځ او سوېل لوېدیځو سیمو سره نښلوي.

