ډېر لوستل شوي

د عدلیې وزیر: له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په خپل کار کې قاطع او جدي دی

د اسلامي امارت د عدليې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي تېره ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د څلورو زونونو له مسؤولینو سره ليدنه کې ویلي چې هر مسؤول باید د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې په صداقت، ژمنتیا او مسؤولیت‌پېژندنې سره عمل وکړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدليې وزیر زیاته کړې: “د اسلامي نظام رامنځته کېدل او په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت زموږ د خلکو د اخلاصمندانه جهاد پایله ده او اوس دغو خلکو ته خدمت کول د هر فرد او هر مسؤول مسؤلیت دی.”

سرچينه ليکي، هغه د اسلامي نظام په ساتلو کې له امیر څخه د اطاعت اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په خپل کار کې قاطع او جدي دی او غاصب ته به، پرته له دې چې څوک دی، د بیت المال د غصب اجازه ورنه‌کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل د څلورو امنیتي زونونو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې د خپلو مسؤولیتونو په چوکاټ او مشرتابه د فرمان په اطاعت کې به د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي له کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

اړوند خبرونه