ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي د یوناما له نوي مرستیال سره د بشري مرستو او پراختیایي پروژو په اړه خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د یوناما د نوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي، برونو لمارکي سره د پېژندنې ناسته کړې ده.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لیدنه کې برونو لمارکي د بشري مرستو د ښه مدیریت او اغېزمن تطبیق په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي.

مولوي امیرخان متقي د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیایي او بنسټيزو پروژو پر پلي‌کېدو ټینګار کړی او ويلي يې دي، اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. بل‌خوا، برونو لمارکي د هرکلي او لیدنې له امله د مننې ترڅنګ ژمنه کړې چې د سپارل شویو دندو د ترسره کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او د دواړو لوريو ترمنځ به د لا زیات تعامل او همکارۍ لپاره کار وکړي.

اړوند خبرونه