د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري ویلي، دا مهال په ټول افغانستان کې سرتاسری امنیت ټینګ شوی او د پخوا په څېر خپلمنځي ستونزې او ناامنۍ له منځه تللې دي.
د اميد راډيو خبريال د «عاشورا د نمانځنې» په مراسمو کې د ښاغلي نوري په حواله ویلي، خلک باید د هېواد د مخالفيونو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانهشي او د هېواد د ګټو لپاره ملي یووالي په پام کې وساتي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير همداراز ډاډ ورکړی چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به لازمې همکارۍ وشي او زیاته کړې يې ده چې په هېواد کې له امنیتي ځواکونو پرته بل هېڅ مخالف لوری د وسلې پورته کولو توان نهلري. بلخوا، د «اهل تشیع» مشرانو له امنیتي ځواکونو مننه کړې او ویلي یې دي چې د عاشورا مذهبي مراسم یې په ډاډمن او خوندي چاپېریال کې ترسره شوي دي.

