د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کرنیزو همکاریو د پراختیا په موخه هند ته سفر کړی دی.
ياد وزارت د دې سفر موخه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښودلې.
ټاکل شوې، ښاغلي عمري له هندي چارواکو سره د کرنیزو همکاریو، د تجربو د تبادلې، د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
وزارت د سفر د مودې او د افغان پلاوي د نورو لیدنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

