ډېر لوستل شوي

سيکا کنفرانس کې د افغانستان دایمي غړیتوب او سیمه‌ییزې همکارۍ څېړل شوې

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت ویلي چې په استانه کې د سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن د «سیکا» کنفرانس له سرمنشي کایرت ساریبای سره لیدلي دي.

ياد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو په سیکا کنفرانس کې د افغانستان د دایمي غړیتوب، د یاد سازمان په غونډو کې د افغانستان د فعال ګډون، او په اسیا او سیمه کې د افغانستان د مهم رول په اړه خبرې کړې دي.

همداراز، د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه افغان بزګرانو ته د بدیلو تخمونو او کیمیاوي سرو د برابرولو، او د افغانستان دولتي کارکوونکو لپاره د لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو هم بحث او د نظر تبادله شوې ده.

اړوند خبرونه