د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر «برهام صالح» سره په کتنه کې د افغان کډوالو د وضعیت او له راستنېدونکو کډوالو سره د بشري او پراختیايي مرستو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له قوله ټینګار شوی چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي، څو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بېځایهشویو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندنې او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.
بلخوا د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ډاډ څرګند کړی چې دوی به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې لا زیاتو مرستو راجلبولو او افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې برابرولو په برخو کې پوره هڅې کوي.

