د ریاست الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وایي، له نن وروسته به په څلورو کټګوریو کې له ۱۰ تر ۵۰ سلنې پورې مالیاتي تخفیفونه پلي شي.
د اميد راډيو خبريال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مالیاتي تخفیفونو د اعلان غونډې پر مهال د ښاغلي حنفي له قوله ويلي، دا تخفیفونه حکمي اشخاصو، حقیقي اشخاصو، د توکو لېږد او د نفتو او ګازو وارداتو ته ځانګړي شوي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، له دې وروسته به هغه حقیقي اشخاص چې میاشتنۍ ګټه یې تر یو لک او ۲۰ زره افغانیو پورې وي، په بشپړه توګه له مالیې معاف وي.

