ډېر لوستل شوي

د چاپېریال ‌ساتنې ادارې او «EPTDO» موسسې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک شوې

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې خبر ورکړی چې یادې ادارې د چاپېریال ساتنې، زده‌کړو او پراختیا موسسې سره د څه باندې ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې ټولټال ارزښت ۱۶۲زره امریکایي ډالره دی چې د دریو کلونو په موده کې به د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شي.

سرچینې لیکلي چې د دې پروژې د فعالیتونو له مخې به کابل او ننګرهار ولایتونو کې ۲۰۰ کورني بنسټونه وارزول شي، له هغو څخه به ۴۵ بنسټونه وټاکل شي او د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې به ورته روزنیز پروګرامونه وشي. د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې همداراز لیکلي چې د دې ترڅنګ پنځو ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې رضاکاره ډلې جوړې او د هغوی ملاتړ به هم د یادې پروژې مهمې برخې وي.

اړوند خبرونه