ډېر لوستل شوي

شيخ محمد خالد حنفي: د جهاد بنسټيزه موخه د شریعت نافذول و

د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي په ننګرهار کې د مشرقي زون له علماوو، متنفذینو او قومي مشرانو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق په اړه د ګډې همکارۍ ناسته کړې.

د دې وزارت وياند سيف‌الاسلام خيبر د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، د ټولو مجاهدینو د قربانیو، ستړیاوو او تکليفونو بنسټيزه موخه دا و چې بهرني اشغالګر له افغانستان څخه ووځي او په هېواد کې د اسلامي شریعت نظام نافذ شي. شيخ محمد خالد حنفي همداراز د علماوو، قومي مشرانو او مخورو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او زياته کړې يې ده چې د امربالمعروف قانون د ښه تطبیق لپاره د ټولنې د بېلابېلو قشرونو همغږي او ګډه همکاري اړینه ده.

اړوند خبرونه