ډېر لوستل شوي

د ا.ا مشرتابه د فرمان پلي‌کېدل؛ “د نشه‌يي توکو مخنیوی ټولنیز مسوولیت دی”

د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت مشرتابه د ۳۱م فرمان د تشریح او تبیین غونډه کړې ده.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې غونډه کې د همدې وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د وزارت یو شمېر مسوولینو، کارکوونکو او علماوو د یاد فرمان پر موخو، ټولنیزو او حقوقي اړخونو او د نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت پر تګلارې خبرې کړې دي.

ډاکټر محمد نعیم ويلي چې نشه‌يي توکي یو ټولنیز زیان دی او مخنیوی یې هم ټولنیز مسوولیت بللی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د ټولنې هر فرد باید د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي، څو هېوادوال د نشه‌يي توکو له خطرونو خوندي شي.

د ياد وزارت مالي او اداري مرستيال زیاته کړې، نشه‌يي توکي تر ټولو ډېر د ټولنې ځوان قشر ته زیان رسوي، په داسې حال کې چې ځوانان د ټولنې د پرمختګ او ځواک ملا تیر بلل کېږي، نو د هغوی ساتنه د ټولنې د سالم راتلونکي لپاره مهمه ده.

په غونډه کې د یاد فرمان پر پلي‌کېدو ټینګار شوی او ويل شوي چې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او کارونې مخنیوی نه یوازې د ټولنې د روغتیا او امنیت لپاره مهم دی، بلکې د هېواد د پرمختګ او نړیوال اعتبار په پیاوړتیا کې هم رول لري.

اړوند خبرونه