د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېوادوالو لپاره د کونسلي خدمتونو د اسانتیا په موخه به د ۱۴۰۵ کال د زمري له لومړۍ نېټې د هېواد په لسو ولسوالیو کې د «مصدقه» اسنادو د تصدیق خدمتونه پیل کړي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، دا خدمتونه به د کابل په سروبي او قرهباغ، د کندهار په سپین بولدک، د هرات په شینډنډ، د بلخ په کلدار/حیرتان، د ننګرهار په مومندره/تورخم، د هلمند په ګرشک، د کندز په امام صاحب، د غزني په جاغوري او د پکتيا په څکمنيو ولسواليو کې وړاندې کېږي. د خبرتیا له مخې، هېوادوال کولی شي خپل اسناد د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت اړوندو ولایتي ریاستونو ته د تصدیق لپاره واستوي، څو له اسانتیاوو سره خپل کونسلي خدمتونه ترلاسه کړي.

