په کابل کې د ایران سفارت د نورستان ولایت د پارون ښار او نورو سېلابځپلو سیمو د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ياد سفارت په یوې خبرپاڼه کې د سېلابونو له امله د شهيدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او د طبیعي پېښې له ټولو زیانمنو شویو سره یې همدردي ښودلې ده. د یادونې ده چې د نورستان وروستیو مرګونو سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې او یو شمېر نور لا هم نادرکه دي.

