مزارشریف کې پرون د پنجشنبې په ماښام د بلخ د والي ملامحمدیوسف وفا صاحب په مشرۍ د شمال لوېدیځ زون د ۵ ولایتونو د واليانو، امنیه قومندانانو، د نظامي محاکمو د رئیسانو او د استخباراتو د رئیسانو ترمنځ د همغږۍ او هماهنګۍ زیاتولو په موخه ګډه اتمه ناسته ترسره شوې.
په دې ناسته کي د سرپل والي ملا احمدشاه دین دوست، د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ، د سمنګانو والي ملا محمد شعیب رسالت، د فاریاب والي ملامحمد حنیف حمزه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د شمال زون د نظامي محکمې رئیس مفتي حفیظ الله محمدي صاحب برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې د شمال زون د نظامي محکمې رئیس مفتي حفیظ الله محمدي ټولو مسؤلینو ته اصلاحي او هر اړخیزه وینا وکړه. د نوموړي په خبره: ددې نظام په راتګ کې په زرهاوو مجاهدینو، علماءکرامو او ولس خپل ځانونه قرباني کړل، نو اوس د ټولو مکلفیت جوړیږي، چې ددې اسلامي نظام ساتنه وکړي، د ولس په زړونو کې ځای پیدا کړي، د ولس خدمت وکړي او د ولس او مسؤلینو ترمنځ د واټن په ختمولو ک کوښښ وکړي.
وروسته د بلخ مقام د دفتر رئیس مولوي فضل ربي فضلي د تېرې ناستې موضوعات وړاندې کړل چې تر ډېره عملي شوي وو او همداشان د اوو زونونو د همغږۍ نوي موضوعات ناستې ته وړاندې شول.
پای کې د بلخ والي ملامحمد یوسف وفا صاحب د ناستې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په خپله وینا کې وویل: دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د پنځو ولایتونو مسؤلینو د اسلامي نظام د پرمختګ، د نظام د بقاء، د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د عملي کېدو، د ولس ستونزو ته د رسېدو، د نشه يي توکو د کښت، رانیولو، خرڅولو او استعمالولو، له یو بل سره د پوره هماهنګۍ او د امنیت د ارزوني په موخه سره راټولیږو او په مجلس کي له یو بل سره خپل نظرونه او مشورې شریکوو او وروسته بیا ورباندې پرېکړې نیسو، نو په همدې اساس ټول مسؤلین مکلف دي، چې نیمګړتیاوې په صداقت تر دې مجلس پورې راورسوي، ترڅو ورته حللارې ولټول شي او د ولس خدمت په ښه ډول وشي. یاده دې شي چې تر دې مخکې هم د یاد زون د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډې شوي.

