د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ په قضایي، اداري او اجرایي ادارو کې د لوړپوړو چارواکو نوې ټاکنې او بدلونونه راغلي دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد ويلي چې د مرکزي دارالافتاء پخوانی عمومي رييس شیخ خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي امر بالمعروف او نهی عن المنکر مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه، د سترې محکمې پخوانی نظامي مرستیال شیخ سردار محمد ابوالفیضان د مرکزي دارالافتاء عمومي رييس په توګه او د مرکزي دارالافتاء پخوانی عمومي رييس شیخ خیرجان خیرخواه له یاد مقام څخه نوې دندې ته تبدیل شوی دی.
په نورو ټاکنو کې مولوي محمد ګل صیاد د سترې محکمې د نظامي مرستیال په توګه، نعمتالله حسن د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو د مرستيال په توګه او مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.
وياند زياته کړې، مولوي عبدالمتین سعید د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجي سروې مرستيال، مولوي محمود شاه زاهد د یاد وزارت د تخنیکي مرستيال په توګه، مولوي سیف الدین تائب د کندهار ولایت د مرستیال والي، حسام الدین صابري د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال، او ملا عزیزالرحمن شریف د کانونو وزارت د نفت او ګاز عملیاتي شرکت د رييس په توګه ټاکل شوي دي.
د انجنیر عبدالله معتصم د نفت او ګاز عملیاتي شرکت د مالي او اداري مرستیال او ملا محمد صادق انقلابي د کانونو وزارت د معدنونو د محافظت د رييس په توګه ټاکل شوی دی.
د مولوي سعید احمد شهیدخېل د مرکزي دارالافتاء عمومي ریاست د مرستیال، شیخ عبدالظاهر د دغه ریاست د غړي او مفتي عبدالرشید سعید د مرکزي دارالافتاء د اداري مسوول په توګه ټاکل شوي دي.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په وينا، مفتي رحمت الله د دارالانشاء عمومي ریاست د رييس، مولوي عبیدالله د کندهار زون نظامي محکمې د رييس او د غور ولایت شهرک ولسوالۍ پخوانی قاضي مولوي خدای داد د کابل زون نظامي محکمې د استخباراتو څانګې د قاضي په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه، مولوي روزي خان شیباني د پکتیکا پوهنتون د رييس، شیخ عبدالهادي د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د رييس، او مولوي عبدالغفار میوندي د کندهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي. د اسلامي امارت وياند ټينګار کړی چې یاد بدلونونه او ټاکنې د امارتي ادارو د چارو د تنظیم او د مسوولیتونو د لا ښه ترسره کېدو په موخه ترسره شوې دي.

