ډېر لوستل شوي

افغان او روسي چارواکي د وسپنې پټلۍ پراختیا او بندرونو کې د ګمرکي تعرفو پر کمښت غږېدلي

په ترکمنستان کې د اسلامي امارت سفارت چارسمبالي، فضل محمد صابر د روسیې وسپنې پټلۍ ادارې له استازي «ایوان تونکیخ» سره په کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.  

د افغان سفارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې افغان لوري په افغانستان کې د پانګونې، صنعت، کرنې، سوداگرۍ او نورو شته فرصتونو په اړه معلومات شریک کړي، او مقابل لوري د شمال ـ جنوب کرویډور پر پراختیا او د اقینې او تورغونډۍ بندرونو کې د گمرکي تعرفو پر کمښت او اسانتیاوو خوښي څرګنده کړې ده. 

د روسې استازي په اړوندو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي او د وسپنې پټلۍ لیکو پر پراختیا به هم له اړوندو ادارو سره وویني

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې فضل محمد صابر او «ایوان تونکیخ» همداراز د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د اړوندو چارو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینگار کړی دی.

اړوند خبرونه