ډېر لوستل شوي

پاکستان د متقابلو بحرانونو په څلولارې کې…!

په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان له څو اړخیزو پېښو سره مخ شوی چې ددې هېواد د راتلونکي او برخلیک په تړاو یې ګڼې پوښتنې راولاړې کړي دي. بلوچستان کې د ازادي‌غوښتونکو پرلپسې بریدونه ـ مدني اعتراضونه، د اقتصادي ستونزو ژورېدل، د پورونو بېساری زیاتوالی، د ګوندونو او نورو بنسټونو نیوکې او پوښتنې، بېکاري، د انفلاسیون کچې لوړېدل او د ټول هېواد په کچه د ولسونو نارضایتي او بې‌دمې لاریونونه ښیي چې دا هېواد له یوه موقتي ـ دفع‌کېدونکي بحران سره نه؛ بلکې له یو څو بعدي او هلاکوونکي بحران سره مخ دی. پاکستان د اوسني حالت د نورمال‌ ښودو لپاره په بېلابېلو پروګرامونو او پلانونو کار کړی، تر څو د خپلو خلکو قهر او نارضایتي مهار کړي. همداشان د پاکستان اوسنی حکومت هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د نښتو او شخړو پر اساس د خپلو خلکو پام له داخلي ستونزو واړوي او پر خپل نظام نه، بلکې په خپل پوځ خلک راټول کړي. پاکستان تل هڅه کړې چې پوځي ځواک د خپل اقتدار مهم عنصر وښیي، خو په معاصر نړیوال نظام کې د دولت ځواک یوازې تر پوځي ځواک نه شي محدودېدای، بلکې اقتصادي ټیکاو، سرتاسري امنیت او ولسي مشروعیت د یوه مقتدر دولت قوت تشکیلوي.

د پاکستان د اوسني بحران بنسټیزه سرچینه اقتصاد او د خلکو جمعي نارضایتي ده. دغه هېواد له کلونو راهیسې د بهرنیو پورونو، د اسعارو د ارزښت د کمېدو، لوړ انفلاسیون، کمزورې پانګونې او د تولیدي سکتور د محدودې ودې له ستونزو سره مخ دی. د دې وضعیت دوام حکومت دې ته اړ کړی چې د نړیوالو مالي بنسټونو او خپلو بهرنیو شریکانو مالي ملاتړ ته سترګې ونیسي. کله چې یو دولت د خپلو عادي لګښتونو او حتی د امنیتي ادارو د تمویل لپاره کافي بودیجه ونه لري او له نورو یې په پور تمویلوي، نو دا د دولت د ظرفیت کمېدنه او پېچلی اقتصادي بحران دی.

د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، امنیتي وضعیت هم د اسلام‌اباد لپاره ورځ تر بلې پېچلی کېږي. بلوچستان، چې له اوږدې مودې راهیسې د همدې وګړو د اعتراضونو او ولسي پاڅونونو شاهد دی، په وروستیو کې یې پر امنیتي ادارو او پرسونل ځمکه تبۍ کړې ده.

همداشان بېلتون‌غوښتونکو په رسمي ډول له اړوند نړیوالو ادارو غوښتنه کړې وه، چې بلوچستان د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژني. دوی ادعا کوله چې په بلوچستان کې پر شاوخوا ۸۵ سلنې خاورې واک لري، خپل بېرغ او ملي سرود لري.

بلوچستان په وروستیو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې د پرله‌پسې بریدونو شاهد دی. که څه هم د دغو بریدونو په اړه د تلفاتو اصلي شمېرې تل د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تأیید شوي، خو خپله د بریدونو تکرار دا څرګندوي چې بلوڅ بېلتونپال لا هم د عملیاتو د ترسره کولو لوړ ظرفیت لري. دا وضعیت نه یوازې د پوځ امنیتي وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو باور هم زیانمنوي. په پایله کې حکومت اړ کېږي چې د پراختیايي پروژو پر ځای لا ډېره بودجه امنیتي برخې ته ځانګړې کړي، چې دا خپله اقتصادي فشارونه نور هم زیاتوي.

د پاکستان د سیاسي نظام بله ځانګړنه د پوځ پراخ نفوذ دی. د دغه هېواد په تاریخ کې پوځ یوازې یو نظامي بنسټ نه دی پاتې شوی، بلکې د سیاسي تصمیم نیونې، بهرني سیاست، اقتصادي مدیریت او حتی د پاکستان پر ټولو ملکي او غیرملکي ادارو یوه حاوي اداره ده. همدا دلیل دی چې په پاکستان کې د واک لېږد زیاتره وخت له اخ و ډب سره مل وي او واک ته هغه څوک رسېږي چې د پوځ ورسره خوښه وي. په همدې اساس، پاکستان کې فعالو ګوندونو او نورو بنسټونو تل پر پوځ نیوکې کړي چې د واک ټولې واګې د دوی په لاس کې دي او د ټولټاکنو په ګډون هر څه نمایشي بڼه لري.

له بلې خوا، د پاکستان ټولنیز جوړښت هم له یوه ژور بدلون او فشار سره مخ دی. د نفوسو چټکه وده، د ښارونو بې‌نظمه پراخېدل، د ولسونو پراخه نارضایتي، لوړ انفلاسیون، خلکو ته د خدماتو په رسېدنه کې خنډونه او راتلونکی مبهم حالت، ددې هېواد په اړه اندېښنې څو چنده کړي دي.

له سیمه‌ییز لیدلوري، د پاکستان وضعیت یوازې داخلي موضوع نه ده. د افغانستان، هند، ایران او چین په څېر هېوادونو سره د دې هېواد اړیکې د سیمې د امنیتي او اقتصادي معادلو مهمه برخه جوړوي. په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې ستونزې، د کډوالو مسلې، پر افغانستان هوایي تېري او امنیتي پړې دواړو هېوادونو اړیکې وخت په وخت ترینګلې کړې دي. همدارنګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پروژې راتلونکی هم مبهم او له امنیتي ـ اقتصادي زوال سره مخ دی. که داخلي بې‌ثباتي دوام وکړي، نو دا ستره سیمه‌ییزه پروژه هم له جدي ننګونو سره مخ کېدای شي.

د ډویچه ویله اژانس وروستی مستند هم دا ښیي چې پاکستان، سره له دې چې اټومي وسلې لري، خو له ژورو اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د مستند اساسي پیغام دا دی چې یوازې اټومي وسلې د یوه هېواد د ځواک بشپړ معیار نه شي جوړولای؛ ریښتینی ثبات هغه مهال رامنځته کېږي چې اقتصاد پیاوړی، ادارې اغېزمنې، سیاسي نظام باثباته او د خلکو د ژوند کچه نسبتا مناسبه وي. دا ارزونه په حقیقت کې د معاصر نړیوال سیاست له اغېزمنو تیوریو څخه ده؛ ځکه نن ورځ اقتصادي ظرفیت، د حکومتولۍ کیفیت او بشري پانګه د دولتونو د ځواک مهم شاخصونه ګڼل کېږي.

د دغو ټولو تحولاتو مجموعه دا څرګندوي چې پاکستان د څو متقابلو بحرانونو په یوه تړلې کړۍ کې راګیر شوی دی. اقتصادي کمزوري امنیتي ستونزې ژوروي، امنیتي بې‌ثباتي پانګونه کموي، د پانګونې کمښت اقتصادي رکود زیاتوي او دا ټول د سیاسي اختلافونو او ټولنیزې ناراضۍ د پراخېدو لامل ګرځي.

د وروستیو تحولاتو مجموعه ښيي چې پاکستان له یوه واحد بحران سره نه، بلکې له څو متقابلو بحرانونو سره مخ دی. اقتصادي کمزوري د امنیتي وضعیت پر مدیریت اغېز کوي، امنیتي ستونزې پانګونه کموي، سیاسي اختلافونه د اصلاحاتو مخه نیسي او ټولنیز فشارونه د دولت پر مشروعیت منفي اغېز کوي. دا کړۍ یوه او بله پسې پیاوړې کوي. باید یاده شي چې په اوسني وخت کې مشروعیت له ولسونو سره وي او ولسونو ته له رجوع پرته پاکستان نه شي پایېدلی. همدارنګه دا هېواد باید له زړه ومني چې په معاصره نړۍ کې د دولت ځواک تر اټومي وسلو او سرګلولو محدود نه دی، بلکې باثباته اقتصاد، اغېزمنې ادارې، سیاسي ټیکاو او د خلکو د اقتصاد نسبي وضعه د ښې حکومتولۍ فکټورونه دي.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه