د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» دویم کنفرانس کې ويلي، د تېر يو کال په ترڅ کې د افغانستان پنځه کلنه پرمختیايي ستراتیژي جوړه او د اقتصادي کمېسیون له تایید وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوې ده.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغي مجاهد په حواله ويلي، په دې ستراتیژۍ کې درې اساسي رکنونه او ۱۵ لومړیتوب لرونکي پروګرامونه شامل دي چې د ښه حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، امنیت او عامه نظم، اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخو کې د هېواد د پرمختیايي موخو د تحقق لپاره ترتیب شوي دي.
مولوي ذبيحالله مجاهد د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې ويلي، د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال پراختیايي بودجه هم د همدې ستراتیژۍ د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو پر بنسټ تنظیم شوې ده.
په دغه پنځه کلنه ستراتیژۍ کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د صنعت او سوداګرۍ وده، د مستقیمې بهرنۍ پانګونې جلبول، د کوچنیو او منځنیو صنایعو پراختیا، د کورني ګرځندوی وده، د دوامدارې کرنې او صنعتي سیمو رامنځته کول شامل دي.
همداراز، د وارداتو د بدیل او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ځانګړو طرحو د چمتو کولو خبر هم ورکړل شوی دی.

