په افغانستان کې د روسیې سفیر «دیمیتري ژیرنوف» د امارتي شرکتونو له عمومي رییس، مولوي احمد جان بلال سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د روسیې سفیر په حیرتان بندر کې د ځانګړي اقتصادي زون د جوړېدو غوښتنه کړې چې په یاد اقتصادي زون کې به د کرنیزو محصولاتو ساتل او پروسس، بستهبندۍ او یو شمېر نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا ښاغلي بلال د اقتصادي زون د جوړېدو پر ارزښت ټینګار کړی او په وینا یې چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست هڅه کوي د استراس او افسوټر شرکتونو فعالیتونه لا پیاوړي او پراخ کړي.
د امارتي شرکتونو عمومي رییس همداراز ویلي چې د دغه زون په جوړېدو سره به د افغانستان وچې او لمدې مېوې نړیوالو بازارونو ته صادرې شي. مولوي احمد جان بلال همداراز د روسیې له سفیر څخه په افغانستان کې د کاماز موټرو د ترمیم ورکشاپ جوړولو او د نفتي توکو وارداتو په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

